Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبان: افغانستان ته د عبدالله په ستنېدو خوښ یوو

0
طالبان وايي، افغانستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني رییس عبدالله عبدالله په ستنېدو خوښ دي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاغلي عبدالله له هغو څرګندونو هم هرکلی وکړ، چې پرون یې د کابل په هوايي ډګر کې وویل، اوسنی سرپرست حکومت باید زمینه برابره کړي چې ټول افغانان د عدالت تر سېوري لاندې په ارامۍ خپل وطن کې ژوند وکړي.


هغه وویل: "ډاکټر صاحب کومې خبرې چې کړي چې افغانستان د ټولو کور دی او هر څوک باید د دې هېواد د جوړېدو هڅه وکړي او دې ته لارې برابرې شي، دا خبرې یې بېخي سمې دي او موږ یې راتګ ته خوښ یوو."


طالبان داسې مهال کابل ته د عبدالله عبدالله د ستنېدو هرکلی کوي چې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې مخکې یې له افغانستانه د هغه او پخواني جمهور رییس حامد کرزی په وتو بندیز لګولی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса