Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبانو کابل کې د داعش ډلې د يوه قوماندان د وژنې ادعا کړې

0
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې یو مهم قومندان یې په کابل کې وژلی دی.


هغه ویلي چې یکشنبه ناوخته د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونو د داعش په پټنځای برید وکړ او د دې ډلې یو مهم قومندان یې ور وواژه.


مجاهد ویلي چې د داعش یو بل غړی په دې عملیاتو کې نیول شوی.


د طالبانو حکومت ویلي د داعش دغو کسانو د کابل په جوماتونو او خانقاو بریدونه کړي وو او د بریښنا ستنې یې الوزولې وې.


طالبانو وړمه ورځ/شنبه هم ویلي وو چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې یې د داعش اته جنګیالي وژلي دي.


په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله او هم د پخواني حکومت پوځیان د طالبانو لپاره اصلي ګواښ دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса