Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

ارجنټاين د ونزويلا يوه بوينګ ۷۴۷ ډوله بار وړونکې الوتکه توقيف کړې

0
په ارجنټاین کې چارواکو د ونزویلا یوه بوینګ ۷۴۷ ډوله بار وړونکې الوتکه له ایران سره د اړیکو په تور د ځینو دلایلو له مخې توقیف کړې ده.


د الوتنو د څار د ثبت شویو معلوماتو له مخې، دغه الوتکه تېره چهارشنبه د بوینس ایرس هوايي ډګر ته ورسېده.


د ارجنټان د اپوزېسیون یوه وکیل او د ایران رسنیو پرون ویلي، دغه الوتکه د ارجنټاین د چارواکو له خوا توقیف شوې ده، خو د ارجنټاین حکومت لا دغه اقدام په عامه نه دی تایید کړی.


خو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یو سند چې رویټرز اژانس هم کتلی ښېي، چې چارواکو دغه الوتکه د دې لپاره درولې، چې د جنوبي امریکا دغه هېواد ته د داخلېدو د دلیل لپاره په اړه یې لا شکونه شته.


که څه هم د دې الوتکې د مالکیت په اړه پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي، خو د ایران ماهان هوايي شرکت ویلي، چې دوی دغه الوتکه کال مخکې د ونزویلا پر یوه شرکت پلورلې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса