د قرغزستان او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ نښته کې يو تاجکستانی سرتېری وژل شوی
د قرغزستان سرحدي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، ډزې لومړی د تاجکستان له خاورې نن سهار پیل شوې.
د قرغزي چارواکو په خبره، د دوی سرحدي ځواکونو په ځوابي اقدام کې د تاجکستان پر لوري ډزې پیل کړې، خو د مرګ ژوبلې په باب یې څه نه دي ویلي.
د تاجکستان چارواکو لا په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو د ازادۍ راډیو د تاجکستان څانګې د یوې محلي سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې د تاجکستان یو سرحدي سرتېری وژل شوی دی.
