Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

افغان سوداګر بهر ته د جلغوزیو صادراتو پر وړاندې له ستونزو شکایت کوي

0
د جلغوزیو صادرونکي بهر ته د صادراتو پر وړاندې له یو لړ ستونزو شکایت کوي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځنغوزیو سوداګرو او صادرونکو د یادې خونې له مرستیال سره په لیدنه کې، له هغه غوښتي چې بهر ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې رامنځته شوې ستونزې ور حل کړي.


د جلغوزیو صادرونکي شکایت کوي، چې د ځمکې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو برخه کې د ستونزو ترڅنګ، په وروستیو میاشتو کې د هوایي دهلیز له لارې بهر ته د جلغوزیو د صادرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي.


جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي، چې د ګاونډیو هېوادونو سربېره، د هوایي دهلیز له لارې چین، هند، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته هم صادرېږي او په نړیوال بازار کې په ښه قیمت پلورل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса