Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی ایران ته سفر کوي

0
ویل کېږي چې دغه طالب پلاوی چې مشرۍ يې د اوبو او برېښنا وزارت مشاور فاروق اعظم کوي له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند په سیند کې د اوبو پر سر د ۱۳۵۱ لمریز کال د قرارداد په اړه بحثونه وکړي.


ښاغلي اعظم تېره ورځ ناوخته ازادي راډيو ته په یو استولي پېغام کې ویلي د دغه هوکړې له مخې د هلمند سیند اوبه د ایران تهران ته رسېږي.


ایران څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې په دغه هوکړه کې دې د ایران حق ابه مراعت کړي، خو طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه وو ویلي.


موده وړاندې ایراني چارواکو په افغانستان کې د کمال خان بند له جوړولو وروسته غبرګون ښودلی وو او ویلي و چې د دغه بند په جوړېدو په ایران کې وچکالي زیاته شوې ده او دوی به په دې اړه بې تفاوته پاتې نه‌شي.


د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر مسلې په ۱۳۵۱ لمریز کال کې هوکړه لاسلیک شوې وه.


د دغې هوکړې پر بنسټ افغانستان باید په کلني ډول ایران ته د ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ورکړي خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ایران ته له دې اندازې زیاتې اوبه ورپرېږدي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса