Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

ملګري ملتونه: ۲۰۲۱ کې سل ميليونه وګړي خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړی شوي

0
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا UNHCR وایي چې تېر۲۰۲۱ کال په نړۍ کې سل ميلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړکړای شوي چې دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د بې ځایه کېدونکو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.


د ګلوبال ټرینډس په نوم راپور کې چې نن خپور شوی ویل شوي چې د اوکراین د جګړې په ترڅ کې د ملکي خلکو چټکې او پراخې بې ځایه کېدا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لپاره له ۱۹۵۱ کال راهیسې چې هغه تاسیس شوې، لوی بحران بلل کېږي.


د دغه راپورله مخې د اوکراین ترڅنګ افغانستان هم د سل ميلیونه بې ځایه شویو کسانو یوه لویه شمېره تشکیلوي.


UNHCR د هغو کسانو شمېر چې د جګړې، تاوتریخوالي، ځورونې او له بشري حقونو د سرغړونو له امله بې ځایه شوي له ۸۹ ميلیونو زیات ښودلی چې دا وړم کال په پرتله له اته سلنه زیاتوالی ښېي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса