سيګار: افغانستان کې تر ۹۰۰ زره پورې خلک بېکاره دي
دې ادارې پرون پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې په ځانګړي ډول له بې روزګارۍ څخه ښځې ډېرې اغېزمنې شوې دي او اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې به ۲۱ سلنه نورې ښځې هم بې روزګاره شي.
د سیګار په وینا په ۲۰۲۰ کې د افغانستان په سلو کې ۱۷ کاري قوه ښځو تشکیلوله، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په اکثرو دولتي ادارو کې ښځو دندې له لاسه ورکړي او په کور کښېنول شوې دي.
