Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د امريکا دفاع وزير: لويديځ بايد اوکراين ته د وسلو د ورکړې لړۍ چټکه کړي

0
د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د یوې غونډې د پرانیستلو پر مهال وويل، لويديځ دې اوکراين ته د روسيې پر ضد د وسلو د ورکړې لړۍ چټکه کړي.


نوموړي وويل، وويل لوېدیځ دې د روسیې پر ضد د اوکراین له جګړې سره د مرستې په اړه خپلې ژمنې ثابتې کړي.


د امريکا دفاع وزير وويل: "موږ په جګړه کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو ملاتړ زیاتوو او په ګډ کار د اوکراین مرسته کولی شو چې د روسیې د ظالمانه یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي."


ښاغلي استن په بروکسل کې د اوکراین د ملاتړ په باب د څه باندې ۴۵ هېوادونو په غونډه کې غوښتنه وکړه، د هغو ظرفیتونو د برابرولو لپاره چې اوکراین د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا لري کلکه اراده وښيي.


دا ناسته د ناټو په مرکز بروکسل کې د دغه تړون د دفاع وزیرانو له غونډې سره هممهاله پیل شوه.




د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف له اوکراین سره د هېوادونو د مرستې مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې تسلیمېدای نه‌شي.


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د سې شنبې په ورځ خپل ملت ته په یوه وینا کې له لوېدیځ څخه د وسلو په تېره بیا د دفاعي توغندويي سیستم د ورکړې غوښتنه وکړه.


د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ پرون په بروکسل کې وویل، متحدان د درنو وسلو په شمول اوکراین ته هغه وسلې ورکوي چې دا هېواد ورته اړتیا لري.


ده زیاته کړه، زلنسکي ته به په مادرید کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شي. د مادرید غونډه د روان جون په ۳۱ مه دایریږي.


پر اوکراین د روسیې د یرغل درې نیمې میاشتې وځي، اوکرایني ځواکونه هڅه کوي چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې صنعتي سیمه ونه نیسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса