کندوز: د امام صاحب ولسوالۍ په يوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې د دې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپيان شوې دي.
تر اوسه د دې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې په کندز، کابل او بلخ کې په جوماتونو کې د شویو چاودنو مسوولیت د داعش خراسان څانګې اخیستی و.
