Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

ملګرو ملتونه: د اوکراين په ختيځ کې بشري وضعيت خطرناکې کچې ته رسېدلی

0
ملګرو ملتونو نن وویل، پر اوکراین له نژدې څلورو میاشتو راهیسې د روسیې د غیرموجه مداخلې له امله، د دغه هېواد په ختیځ کې بشري وضعیت خورا خطرناکې کچې ته رسېدلی.


د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا نن په یوه بیان کې وویل، بشري وضعیت په ځانګړي ډول په دنباس کې د خطر د زنګ کچې ته رسېدلی او په سرعت پسې خرابیږي.


د اوچا په بیان کې د سیویرو دونڅک شاوخوا وضعیت ډېر خراب بلل شوی دی، د اوکراین په ختیځ کې په دې ښار کې له څو اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه ده.


اوچا وایي، په سیویرو دونڅک کې په زرګونو کسان د ښځو، ماشومانو او زړو په شمول تر بمباریو لاندې ژوند کوي او د جګړې ښکېل لورې موافقې ته نه‌دي رسېدلي چې د خلکو خوندي ایستلو ته لار هواره شي او بېړنۍ مرستې ور ورسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса