Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

ريچارډ بينيت افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

0
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر/ راپور ورکوونکي ریچارډ بينيت ویلي په پنجشر، بغلان، بدخشان او تخار کې د بشري حقونو د سرغړونو او له ملکيانو سره د تاوتریخوالي ادعاو سخت اندېښمن کړی دی.


ریچارډ بینیټ پرون د اروپا د پارلمان د بشري حقونو کمېټې ته وینا درلوده.


هغه وویل اړتیا یې ده چې په سیمه کې وضعیت له نږدې وڅارل شي.


د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ښاغلي بېڼېټ زیاته کړه چې هره ورځ د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، د مدني ټولنې د غړو او پخوانیو حکومتي کارکوونکو د ورکېدو، غیر قضایي وژنو، خپلسري نیولو، بد چلند، شکنجې او ډله ایزو مجازاتو د ادعاو په اړه راپورونه ترلاسه کوي.


د بښنې نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کې ویلي چې طالبان باید ژر تر ژره په پنجشېر کې وژنې او نیول بند کړي.


طالبانو که څه هم تر دې مخکې د پنجشېر په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ملکیانو په وژلو او بندیانولو تورن شوي خو دا تورونه یې په کلکه رد کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса