Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۴۰ میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا ده

0
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، له کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۴۰ میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا لري.


دې ادارې پرون په یو بیان کې وویل، چې مرستندویو هېوادونو او ټولنو تراوسه له دې پیسو څخه یوازې په سلو کې ۵۷ مرستې ورسپارلې دي.


دا بیان افغانستان او پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې کیلي کلېمنټس له سفر وروسته خپور شوی دی.


مېرمن کلېمنټس د دې سفر په ترڅ کې پرون ټینګار وکړ چې دغه سازمان به له اړو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса