Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبان: کابل کې د اهل هنودو په ګردواره وسله‌وال برید شوی

0
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مني، چې د کابل په کارته پروان کې د اهل هنودو په ګردواره وسله‌وال برید شوی.


د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسله‌والو په ننوتو سره پیل شوی او لا هم روان دی.


هغه زیاتوي، وسله‌‌والو لومړی د لاسي بم برید کړی چې له امله یې هلته اورلګېدلی او دوه اهل‌هنود په کې ټپیان شوي، خو دی سیمه کې د روانې جګړې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وايي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله، وسله‌والو غوښتل له خلکو په ډکه سیمه کې موټر بم برید هم وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې موټر چاودنه کړې او ځاني زیان‌ نه‌لري.


د پېښې په ځای کې یو شمېر خلکو هم ازادي راډیو ته ویلي، لا هم په ګردواره کې دننه د ډزو غږونه اورېدل کېږي، خو سیمه کې د طالب ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې ده.


په خواله رسنیو کې چې کومې ویډیوګانې خپرې شوې دي، د اور لمبې ښکارې چې له درمساله بهر کېږي او د درمسال مخې ته هندوان او سیکان درېدلي دي او وایي چې وسله وال درمسال ته ننوتي دي.


د درمسال یوه مسوول ګورمان سینګ رویټرز اژانس ته ویلي دي، چې د برید پرمهال دېرش تنه په درمسال کې دننه وو او اوس نه پوهېږي چې څو تنه به یې ژوندي پاتې شوې وي.


تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса