Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

افغان لوبڅار د اسیايي کلپونو فوټبال سیالیو لوبڅارۍ ته غوښتل شوی

0
د افغانستان د فوټبال لوبې مخکښ لوبڅار د اسیايي کلپونو جام سیالیو کې د لوبڅارۍ لپاره غوښتل شوی.


د اسیا لپاره د فوټبال فدارسیون د لوبڅارانو کمېټې افغان لوبڅار حلیم اقا شیرزاد ته په دغو سیالیو کې د ګډون او لوبڅارۍ بلنه ورکړې.


د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ښاغلی شیرزاد به په دغو سیالیو کې د استرالیا، هند، تاجکستان او فلسطین لوبڅارانو سره په ګډه د ویتنام، هانګانګ، سنګاپور، کمبودیا او لاوس لوبډلو د لوبو لوبڅاري وکړي.


د اسیا د کلپونو جام سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له ۲۴ مه نه تر ۳۰مې پورې په ویتنام کې ترسره کېږي.


دا د شیرزاد دوهم ځل دی چې په دې غه سیالیو کې د لوبڅارۍ لپاره غوښتل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса