په هلمند کې د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې
د افغانستان بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکي، چې دغه سیالۍ به درې اونۍ دوام وکړي.
د دې ریاست په وینا، د دې لوبو په پرانیستې سیالۍ کې د ډاکتر محمد خان او زرغون کلي لوبډلې سره مخامخ شوې چې ررغون کلي لوبډې خپل سیال ته ۱-۰ ماتې ورکړه او درې امیتازه یې ترلاسه کړه.
د دې لوبو هدف په هلمند ولایت کې د فوټبال لوبې ته وده ورکول ښودل شوي.
