Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

په ننګرهار کې د تازه ترکاريو له امله عوايد زيات شوي

0
په ننګرهار ولایت کې سږکال د سبو او تازه ترکاریو د ښه فصلونو له امله د عواید کچه شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو ته رسېږي.


د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د کانال ریاست د معلوماتو له مخې سبو او تازه ترکاریو ښه وده کړې او بازار هم له پخوا ښه شوی.


د دې وزارت په وینا، دغه سابه او تازه ترکاري د کرنې ریاست اړوند په شنو خونو کې کرل شوي او حاصلات یې هم د تېر کال په پرتله ښه دي.


بادرنګ، رومیان، پالک، ګندنه، شنه مرچ یو شمېر نوره تازه ترکاري د دې ولایت له مهمو تولیداتو څخه ګڼل کېږي.


دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې یو شمېر افغان بزرګرانو په دغه ولایت کې د برېښنا او همداراز د خپلو تولید شویو محصولاتو لپاره د ښه بازار د نشتون له امله شکایت کړی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса