Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د کابل پرونی برید غندلی

0
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په کابل کې د اهل‌هنودو پر عبادت‌ځای پرونی برید غندلی.


ښاغلي بنیټ نن سهار په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "هرڅوک حق لري چې په سوله کې ژوند او عبادت وکړي."


هغه زیاته کړې، دی په کابل کې په سېکانو او په کندوز کې پر صوفیانو بریدونه غندي او غوښتنه کوي چې په افغانستان کې باید په مذهبي لږکیو د سیستماتیکو بریدونو مخه ونیول شي.


بنیټ زیاته کړې، د دې بریدونو د څېړنې، د اسنادو وړاندې کولو او حساب ورکولو په ګډون عملي اقداماتو ته اړتیا ده.


په کابل کې د اهل‌هنود په ګوردوارې په پروني برید کې لږ تر لږه ۲ تنه ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса