د مقاومت جبهه: طالبانو سره د بندیاتو تبادلې ته چمتو یو
دغې جبهې پرون په یوه اعلامیه کې وویل، که سره صلیب نړیواله کمېټه مرسته وکړي، دوی حاضر دي دغه اسیران تبادله کړي.
د مقاومت جبهه چې د طالبانو په وړاندې یوه له جنګېدونکو ډلو ګڼل کېږي ویلي، چې په پنجشېر کې یې د طالبانو یوه څرخي الوتکه وړمه ورځ د دوی له خوا ویشتل شوې او د طالبانو څلور غړي یې اسیران کړي دي.
که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي وو، الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله کښېناستلې وه او وروسته یې بېرته الوتنه کړې، خو د طالبانو دفاع وزارت پرون وویل، چې الوتکې ته چې د تخنیکي ستونزو له کبله ناسته وه، د وزارت په اصطلاح د باغیانو له خوا اور اچول شوی او دوی له سیمې تښتېدلي دي.
