Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

ځینې سازمانونه: په افغانستان کې د اطلاعاتو ترلاسه کول ناممکن شوي

0
ځینې سازمانونه: په افغانستان کې د اطلاعاتو ترلاسه کول ناممکن شوي

ځینې سازمانونه وايي، په وروستیو کې پر رسنیو د طالبانو د محدودیت له کبله د موثقو اطلاعاتو ترلاسه کول خورا سخت شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، نن سبا په افغانستان کې د رسنیو له خوا د اطلاعاتو ترلاسه کول ناممکن شوي دي.

هغې پرون د یوه خبریال یو ټویټ بیا ټویټ کړی او ورسره یې لیکلي، چې طالبان د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه د اطلاعاتو د خپرېدو مخه نیسي.

د سکندر کرماني په نوم خبریال، چې مېرمن اکبر یې ټویټ بیا ټویټ کړی پرون لیکلي، چې د سېکانو پر ګوردواره د حملې پر مهال یې له یوه روغتونه بهر د سېکانو له خپلوانو سره مرکې وکړې، خو دوو طالبانو یې مخه ونیوله او هڅه یې وکړه، چې شوې ویډیويي مرکه ډلیټ کړي.

په وروستیو کې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د امنیتي پېښو پر مهال رسنیو ته یا په ځنډ یا په بېلابېلو بڼو خبرونه وررسېږي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د فدراسیون د مشرتابه غړی ضیا بومیا وايي: "مخکې له دې چې رسنۍ حقایق ترلاسه کړي او د پېښې سیمې ته ورسېږي، دوی [طالبان] د پېښې سیمې محاصره کوي، رسنیو او خبریالانو ته حق نه ورکوي چې هغه حالت یا هغه وضعیت انځور کړي او راپور یې کړي. په دې اړه طالبانو معلوماتو ته لاسرسي په کافي او وحشتناک ډول محدود کړی دی."

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په لسګونو رسنۍ بندې شوې، پاتې رسنۍ هم له سختو محدودیتونو سره مخامخې دي.

د دې تر څنګ وخت ناوخت د خبریالانو د ځورولو، نیولو، لادرکه کولو او په اجباري ډول له دندو د شړلو راپورونه ورکول کېږي.

طالبانو ویلي، چې دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي او په کار ده رسنۍ هم د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسي، خو د دغو ګټو لپاره یې خپل تعریف نه دی وړاندې کړی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере






Акции «М.Видео» упали на 10% на планах компании увеличить уставной капитал путем SPO

Свой день рождения White Queen отметила вечеринкой в космическо-морской тематике

Bloomberg: ЕС введёт санкции против РИА Новости, "Известий" и других СМИ

Температура в Москве на День Победы в утренние часы будет чуть выше нуля