Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي

0
په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ مرستیالې د پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو له سفیر سره د افغان کډوالو په ستونزه خبرې وکړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ مرستیاله وايي، د پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو له نوي سفیر ډونالډ بلوم سره یې د افغان کډوالو پر ستونزه خبرې وکړې.

کیلي کلیمینټس، چې په وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و، پاکستان ته لاړه، پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د نړیوال پیوستون د پیاوړتیا پر لارو چارو ورسره خبرې وکړې.

هغې لیکلي، چې د نړۍ د نورو برخو په څېر په پاکستان کې هم د امریکا دولت د یو این ایچ سي ار ارزښتمن شریک دی.

مېرمن کلېمنټس تېره جمعه ویلي وو، افغانان غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې یوازې نه دي پاتې او نړیواله ټولنه یې ترڅنګ ولاړه ده.

په هغه ویډیو کې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون شنبه پر خپل ټویټر خپره کړې مېرمن کیلي کلیمینټس ویلي: "شپږ ملیونه افغانان له خپل هیواده بهر دي. درې نیم میلیونه نور افغانان داخلي بېځایه شوي او له شخړو اغېزمن شوي کسان دي. یو این ایچ سي ار افغانستان ته د هغې سولې د راتګ او د هغې ټول شموله ټولنې ملاتړ کوي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو حقونو ته په کې درناوی کېږي."

په وروستیو کې افغانان چې د سپین بولدک له لارې چمن ته اوړي شکایت کوي، چې د پاکستان پوځیان یې ځوروي او سپک چلند ورسره کوي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی پر ځینو لارو چارو کار کوي، چې دغه ستونزې حل شي.

هغه وویل: "زموږ د کډوالو وزارت او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر ځینو لارو چارو لاس په کار شوي، چې له افغان کډوالو سره که په هر هېواد کې بد چلند کېږي، مخه یې ونیول شي. ځینو هېوادونو له اوږدې موږې زموږ مېلمه پالنه کړې خصوصاً ګاونډي هېوادونه دې خپلې مېلمه پالنې ته دوام ورکړي، تر هغو چې دغه افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي."

د طالبانو ځینې ملاتړي چې په ټولنیزو شبکو کې ډېر فعال دي، وخت ناوخت هغو افغانانو ته چې د ځینو هېوادونو په موقتي کمپونو کې پراته دي، د پېغور الفاظ کاروي او بد رد ورته لیکي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي، دوی هڅه کوي افغانستان ته د افغانانو باعزته ستنېدو ته زمینه برابره کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Швентек и Соболенко устроили триллер за престижный трофей






В подмосковных Люберцах готовятся к семейному фестивалю Сабантуй-2024

Синоптик Позднякова предупредила о дожде 7 мая в некоторых районах Москвы

МИД России назвал причину вызова посла Франции

«Июнь подложит нам всем свинью». Синоптики составили новый прогноз на начало лета