Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبان: ایران او پاکستان دې د افغانانو پرمخ خپل سرحدونه پرانېزي

0
طالبان: ایران او پاکستان دې د افغانانو پرمخ خپل سرحدونه پرانېزي

د طالبانو د حکومت چارواکي له ایران او پاکستان غواړي څو خپل سرحدونه دې افغان کډوالو ته پرانېزي او د هغوی کوربه توب ته دې دوام ورکړي.

د کابل اوسېدونکی سید کمال وايي، له ډېرو هڅو وروسته یې هم د ایران ځمکنۍ ویزه ترلاسه نه کړه.

هغه ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې ازاد کاروبار او ښه عاید درلود خو اوس اقتصادي ستونزو مجبور کړی دی چې خپل وطن پرېږدي او ایران ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه: "د ویزې اخیستلو لپاره د ایران سفارت ته ورغلم خو ځمکنۍ ویزې بیخي بندې دي، ځکه مې ونه شو کولای چې لاړ شم. د اقتصادي ستونزو له امله مې غوښتل چې وطن پرېږدم او ایران ته لاړ شم، ځکه دلته کار او غریبي نه شته، هلته که زموږ یوه ګوزاره کېدله، اوس ویزه نه راکوي."

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي چې د یکشنبې په ورځ یې د یوه خصوصي شرکت د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د تېرو ۴ لسیزو په څېر دې د افغانانو کوربه توب وکړي.

ستانکزي ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو د تګ علت د ناروغانو درمنله او اقتصادي ستونزې وبللې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، چې دوی په ختیځ او لویديځ سرحدونو کې ستونزه لري او غوښتنه یې دا ده چې ګاونډي هېوادونه دې خپل سرحدونه افغانانو ته پرانېزي.

ستانکزي زیاته کړه، په تېرو ۱۰ کلونو کې تګ راتګ کېده خو د سیاسي ملحوظاتو له امله په ډيورنډ کرښه اغزن سیم تېر شو او اوس افغانانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له پاکستان ته لاړ شي.

ستانکزي وویل: "موږ له پاکستان او ایران څخه غواړو، هماغسې چې په ۴ لسیزو کې یې زموږ د کډوالو مېلمه پالنه کړې ده او اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي، یو څه وخت دې نور هم حوصله وکړي او دا کډوال دې داسې وساتي چې شریعت، وروي، ګاونډيتوب او نړیوال قوانین یې ایجابوي."

د طالبانو دې چارواکي وویل، دوی نه یوازې خپل وطن ازاد کړی، بلکې د ده په خبره د خپل جهاد له برکته یې ګاونډي هېوادونه هم د ترهګرۍ له شره ژغورلي دي.

په داسې حال کې، چې تېر جمهوري حکومت طالبان په ترهګریزو بریدونو او له ترهګرو په ملاتړ تورنول خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

ستانکزي د افغانستان له ګاونډيانو وغوښتل، چې د ګاونډيتوب حق ادا کړي او په مختلفو برخو کې دې مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په داسې حال کې له ایران او پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې افغانانو ته دې سرحدونه خلاص کړي چې تېره اوونۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په سپین بولدک کې یو شمېر افغانانو شکایت کړی و چې پاکستاني پوځیان له دوی سره ناسم چلند کوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев о победе на "Мастерсе" в Мадриде: у меня нет слов






Орбакайте изменила условия работы в России — она рвется в Кремль

Экс-председатель совета директоров "Норникеля" Филипьев найден мертвым в Москве

Подмосковье поможет восстановить дома в Советском районе Макеевки

Россия предложила проект резолюции о прекращении гонки вооружений в космосе