خلک: غلام خان بندر کې ناروغانو ته اجازه نهورکول کېږي چې پاکستان ته واوړي
دوی وايي، پاکستان ته د غلام خان پر لاره د ډاکټرانو په سپارښتنه عموماً هغه ناروغان وړل کېږي، چې د زړه، پښتورګو او کېنسر/سرطان په ګډون نورې سختې ناروغی ولري.
د ناروغ لرونکو په وینا، له دې ځایه هره ورځ د سلګونو ناروغانو له ډلې ایله شاوخوا لسو ناروغانو ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي او د ورځې په پای کې پاتې کسان نهیلي خپلو کورونو ته ستنیږي.
