Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

یو شمېر افغان سېکان: ملګري ملتونه دې مونږ له افغانستانه وباسي

0
په افغانستان کې مېشت یو شمېر افغان سېکان له ملګرو ملتونو غواړي چې څومره ژر کېږي، دوی باید له دې هېواده وویستل شي.


رګبر سينګهـ د پلازمېنې کابل په کارته پروان کې د دوی په درمسال په حمله کې ټپي شوی دی.




د هغې ورځې د حملې وېره او ډار یې لا هم په څېره کې ښکاري، چې له امله دی زخمي او د کورنۍ یو بل غړي يې ووژل شو.


دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې ژر تر ژره یې له افغانستانه وباسي.


هغه وویل: "زه له بهرنۍ نړۍ او ملګرو ملتونو غواړم، دلته چې کوم اهل هنود پاتې دي باید له افغانستانه یې د وتلو هڅه وشي او په کوم بل ښار کې دې ورته د استوګنې زمینه برابره شي."


دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغان مېرمنو او بشر حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري په جلا ټویټونو کې پر سېکانو حمله غندلې او دا یې اندېښمنونکې بللې ده. 


اغلې امیري، لیکلي د افغان هندوانو او سېکانو په وړاندې د حملې له امله سخته اندېښمنه ده.


نوموړي د خپل ټویټ په دوام دا هم لیکلي:" د افغانستان غني تنوع د دې هېواد بهترینه خزانه ده، د یو هویت په وړاندې ګواښ د ټول افغانستان په وړاندې ګواښ دی."


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ بیا د هندوانو او سېکانو د ژوند پر خوندیتوب ټینګار کړی دى. 


خو په افغانستان کې د مېشتو سېکانو او هندوانو په زړونو کې د نورو حملو د کېدو وېره پر ځای ده.


من موهن سنګهـ د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: "له دې وېره لرو چې په راتلونکې کې په ډله ییز شکل په کومو مراسمو کې پر موږ حمله ونه شي، دا وېره موږ سره شته."


په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو راوروسته په دغه هېواد کي د مېشتو افغان هندوانو او سېکانو د خوندیتوب وېره وروسته تر هغې لا پسې زیاته شوه، چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په کارته پروان سیمه کې د دغه مذهبي لږکیو پر ګوردواره د داعش خراسان څانګې وسله والو ډله ییزه حمله وکړه. 




په دې حمله کې د یو سېک په ګډون دوه تنه ووژل شول او اته نور ټپيان شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса