Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

افغانستان کې د پنبې کرنه ډېره شوې

0
وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت لخوا په افغانستان د کوکنارو پر کښت بنديز ولګېد، د پنبې کرکيله ډېره شوې.


د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند مولانا زهیر نن ازادي راډيو ته وویل په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۳ زره ټنه پنبه بهر ته صادره کړې وه چې د تېر کال په پرتله به سږ کال یې د حاصلاتو کچه لوړه وي.


که څه هم ښاغلي زهیر د پنبې د سږنیو حاصلاتو په اړه دقیق ارقام وړاندې نه کړل خو وې ویل چې د کوکنارو د کر له بندېدو سره ډېرو بزګرو د پنبې کرلو ته مخه کړې ده.


نوموړي زیاته کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د هغو صنعتکارانو لپاره چې د پنبې د پروسس ماشینونه افغانستان ته واردوي، ګمرکی تعرفه معاف کړې ده او همدا ډول دا وزارت په بهر کې د افغانستان د پنبې لپاره بازارموندنه هم کوي.


د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو پر بنسټ پنبه د افغانستان په هلمند، کندهار، پکتیا او کندوز ولایتونو کې کرل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса