Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

ننګرهار کې د دېوال پرېوتو له امله ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې د دېوال پرېوتو له امله ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پېښه نن شنبه سهار شااوخوا نهه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکز کږې بازار اړوند« پاس غونډۍ» کلي د احمد شاه په نامه د یوې دینې مدرسې دېوال د پرېوتو له کبله رامنځته شوې ده.


نوموړی وایي، په یاده پېښه کې یوه زده کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.


تراوسه د دېوال د غورځېدو لامل نه دی معلوم خو ډېر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو او د ځینو ودانیو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي.


وړمه ورځ هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ورښت له کبله د یو کور د کوټې د چت پرېوتو پېښه کې یو تن مړ او ۵ نور ټپیان شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса