Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د غوړیو بیې راټیټېږي

0
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د غوړیو بیه د راټیټېدو په حال کې ده.


دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې دغه خبره د غوړیو، اوړو او غنمو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وزیر سره په لیدنه کې کړې.


د خبر پاڼې په حواله، په نړیوال بازار کې د قیمتونو د راټیټېدو او لوړېدو لامل د اوکراین جګړه ښودل شوې.


د وزارت په وینا، سوداګرو ویلي، چې د غوړیو بیې په نړیوال بازار کې کمې شوي او هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کمښت راغلی.


د دوی د معلوماتو له مخې، دا چې په هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کم شوي وي دغه چاره د افغانستان په بازارونو کې په ۱۶ لیټره غوړیو کې ۴ ډالره کمښت ښي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса