Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

طالبانو د سرپل په بلخاب کې د عملیاتو د پای ته رسېدو ادعا وکړه

0
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې جګړه تایید کړه.


دې وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې په بلخاب کې د دوی ګډ چاڼیز عملیات چي څو ورځې مخکې پیل شوي وو پای ته رسېدلي دي.


دفاع وزارت ویلي چې دا عملیات نن سهار د مخالفینو چي په اعلامیه کې باغیان بلل شوي د سیمو په نیولو سره پای ته ورسېدل.


د طالبانو حکومت له دې مخکې په بلخاب کې د جګړې راپورونه رد کړي وو.


خو د طالبانو هزاره قوماندان مهدي مجاهد ته نژدې کسانو نن هم آزادۍ راډیو ته وویل چې د تېرو دریو ورځو په جګړو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.


د طالبانو دفاع وزارت د سرپل د والي یو ویډیويي پیغام هم خپور کړی چې وايي د طالبانو حکومت د بلخاب له خلکو سره هیڅ راز ستونزه نه لري او ادعا کوي چې خلک د دوی ملاتړ کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса