Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

افغان صرافانو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړي

0
د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي، چې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ویشت میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.


د دې ټولنې مرستیال او د کابل د شهزاده سراۍ د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیسې د افغانستان صرافانو او بهر مېشتو افغان سوداګرو، صرافانو او محصلینو مرسته کړې او دوی به یې پر مستحقو کسانو وویشي.


د ښاغلي حضرت زي په خبره ۸ میلیونه د کابل د سرای شهزاده صرافانو او ۱۴ میلیونه نورو چې په کې د افغانستان د نورو سیمو صرافان، بهر مېشتي افغان سوداګر او محصلین شامل دي، کړي دي.


هغه زیاته کړه، چې دغه مرستې په دوو بستو کې چې یوه یې نغدي او بله د اتو میلیونو په ارزښت د خوراکي موادو او د کور نور اړین لوازم او وسایل دي، له زیانمنو شویو سره کېږي.


د راپورونو له مخې په پکتیکا او خوست کې د تېرې چهارشنبې د ورځې سهار وختي مرګونې زلزلې له د زرو زیاتو کسانو ژوند اخیستی او شاوخوا پنځلس سوه نور یې ټپیان کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса