Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

هند د مرسته شویو غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې

0
هند د ۳زره مټريک ټنه غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې.


د هند د بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانستان ته یې د ۳زره مټریک ټنو بله جوپه غنم استولي دي.


په اعلامیه کې راغلي، چې دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي.


یاد وزارت زیاتوي، چې تر اوسه يې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣٥۰۰ مټريک ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.


هند له دې وړاندې هم له افغانستان د سره د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړي وې.


په افغانستان کې د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو او وروسته، چې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري ناروین د رامنځته کېدو ګواښ وکړ هند هغه مهال له افغانستان سره د ۵۰ زره مټریکه ټنه غنمو او یو شمېر نورو برخو کې د مرستو اعلان کړی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса