Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د طالبانو حکومت دولتي کارکوونکو ته له اختر مخکې د سرطان د مياشتې معاش ورکوي

0
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویلي، چې د ټولو دولتي کارونکو د سرطان د میاشتې معاش له لوی اختره مخکې ورکوي.


یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه دوی دولتي کارنکوکو سره د همکارۍ له مخې کړې.


مالیې وزارت له ټولو دولتي ادارو غوښتې چې د خپلو معاشونو حوالې دې د سرطان میاشتې تر پنځمه د دې وزارت د خزاینو لوي ریاست ته وسپاري.


دغه وزارت په داسې حال کې دغه ګام پورته کوي چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د دولتي کارکونکو په معاشونو کې جدي ستونزې رامنځته شوې چې د راپورنو پر بنسټ لاهم دغه ستونزې په خپل حال دي.


مخکې یو شمېر دولتي کارکوونکو په ځانکړي ډول ښوونکو ازادي راډیو ته ویلي، چې د څو میاشتو معاشونه یې نه‌دي اخیستي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса