Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د تکواندو په اسياسي لوبو کې نن دوه افغان لوبغاړي له خپلو سيالانو سره مخ کېږي

0
د تکواندو په اسیايي لوبو کې نن د افغانستان دوه لوبغاړي حکمت الله زین او رامش حسیني له خپلو سیالانو سره مخ کېږي.


دا لوبې د جنوبي اسیا په کوربه‌توب له پنځو ورځو مخکې پيل شوي او نن یې وروستۍ ورځ ده.


د تکواندو فدراسیون د نشراتو مسوول ذبیح الله شهزاد په خپل فېسبوک لیکلي د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو تر دې دمه د اسیا له دې اتلولیزو سیالیو د ژېړو/برنزو دوه مډالونه ګټلي.


محسن رضايي او علي اکبر امیري د مبارزې په برخو کې دا مډالونه ترلاسه کړي.


تر هغه مخکې د فورم د اجرا په برخه کې د افغانستان یوه بل لوبغاړي سیدرستم اکبري د برنزو مډال ګټلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса