Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

افغانستان کې نن د پوليو واکسين د کمپاين پنځم پړاو پيليږي

0
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن (دوشنبه) په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین پنځم پړاو پیلېږي او تر پنجشنبې به دوام وکړي.


د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز مشر ولي شاه مومن هیله څرګنده کړه، چې وزارت به د تېرو کمپاینونو په څېر دا ځل هم نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین کړای شي.


نوموړي وويل: "موږ په دې اونۍ کې د واکسین کمپاین مخته وړو چې د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې دوام کوي. د زلزلې له امله به یوازې په پکتیکا ولایت کې کمپاین په ځنډ پيل شي."


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان کال له پیل راهیسې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، چې په ټول افغانستان کې د تېر کال په پرتله څلور پېښې شوې دي.


پوليو له افغانستان، نايجريا او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса