توماس ويسټ: امريکا له افغان زلزله ځپلو سره مرسته کې د خپلو شريکانو د ملاتړ هرکلی کوي
ټوماس ویسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا دغه اضافي مرسته به د اړتیا وړ په ضروري موادو لکه پر سرپناه، د اوبو د تصفیې کېټونو، کمپلو، جامو او نورو شیانو ولګول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې انتوني بلینکین ویل، دغه پیسې به د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لوري ولګول شي اوپه دې سره د هغو مرستو اندازه چې امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان سره کړې، ۷۷۴ ملیون ډالرو ته رسیږي.
