Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د فابريکو مسؤلين: د شيخ مصري صنعتي پارک ځمکه په لوړه بيه ورکول کېږي

0
په ننګرهار کې د فابریکو خاوندان وايي، د شیخ مصري صنعتي پارک ځمکه په لوړه بیه دوی ته ورکول کېږي.


د ننګرهار د صنایعو او کانونو خونې مشر تور ملنګ شګیوال نن ازادي راډيو ته وویل، چې د ننګرهار د ۱۰۰ فابریکو څښتانو د سې شنبې په ماسپښين د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه چې د شیخ مصري صنعتي پارک کې د ځمکو لپاره ټاکل شوې بیې باید ټيټي شي.


ښاغلی شګیوال وايي، په تېر جمهوري حکومت کې پرېکړه شوې وه چې د دې صنعتي پارک د یو جرېب ځمکې بیه به ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ وي خو اوس له دې بیې سره شاوخوا ۳۰۰۰۰ ډالر د زېربنا د مصارفو په نوم غوښتل کېږي چې سوداګر یې د ورکولو وس نه‌لري.


د شګیوال په خبره په ناسته کې پرېکړه وشوه چې يوه کمېټه به ټاکل کېږي چې د شیخ مصري صنعي پارک د ځمکو بیې په دقیق ډول معلومې او وټاکي.


د ننګرهار د صنایع او کانونو خونې مشر وايي، په دې ناسته کې یې د شیخ مصري صنعتي پارک د برېښنا د نشتوالي او لوړو مالیاتو ستونزه هم د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شریکه کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса