Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د کجکي له بنده کندهار ته ١١٠کيلو ولټه برښنا ورکړل شوه

0
د افغانستان برښنا شرکت وایي، چې د کجکي له بند څخه د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا نوي مزي له کندهارسره ونښول شول.


چارواکو ویلي، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کندهار د اوسېدونکو په تېره د تولیدي فابریکو د برښنا د کمښت ډېرې ستونزې هواري شي.


په دې اړه په نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان برښنا شرکت د عملیاتي څانګې ريیس انجینر صفي الله احمدزي ویلي، چې د ۲۷۲ ميليونه افغانیو په مالي لګښت د دغو نویو مزیو پروژه د دې شرکت د تخنیکي او نورو عملیاتي ټیمونو پر مټ په دوو میاشتو کې بشپړه شوې ده.


په کندهارکې د برښنا د کمښت له امله په تېرو څو کلونو کې د دې ولایت په صنعتي پارک کې په سلګونو تولیدي فابریکو خپل فعالیت بند کړی دی.


په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کندهار د صنعت او سوداګرۍ د خونې ريیس سید سرور اماني کندهار ته د دغې پیاوړې برښنا رسېدل د صنعت کارانو لپاره لویه ډالۍ وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د صنعتي فابریکو ټکني شوي کارونه بېرته نورمال حالت ته را وګرځي او د صنعت په برخه کې به هم پانګونه زیاته شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса