Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

يوناما د سرپل جګړه کې عامو خلکو ته د اوښتو زیانونو له امله اندېښنه وښوده

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، یوناما د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ، چې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې او عامو خلکو ته د وراوښتو مالي او ځاني زیانونو په تړاو خپاره شوي دي.


د کابل اوسېدونکی علي چې اوس په بلخاب کې اوسېږي، ازادي راډیو ته وایي، چې د جګړې پر مهال د بلخاب له ولسوالۍ څخه د ديارلسو کلیو خلک له خپلو کورونو څخه بامیانو او مزار شریف ته کډه شوي دي. 


هغه وویل: "خلک کډوال شول، له خپلو کلیو څخه بې ځایه شول، د جګړې له وېرې وتښتېدل، ځکه نور له جنګ څخه کرکه لري. هغه کورنۍ چې د جګړې سېمې ته نژدې وې تقریباً دولس دیارلس کليوو، ټول بې ځایه شول."


علي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو ټول جنګي جرمنو مستند او د دوی د ظلمونو پر وړاندې دې جدي اقدامات وکړي. 


په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا یوناما ملکي وکړو ته د مرګ ژوبلې، د بشري حقونو د نقضولو، د عامو خلکو د بې ځایه کېدلو، او نورو جنګي جرمونو په هکله ژوره اندېښنه ښودلې ده. 


يوناما په خپله ټوېټر پانه یې لیکي دي، چې د دې پېښې په اړه پلټنه کوي. 


طالبانو د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پرون سه شنبه په لیکنې بڼه ازادي راډیو ته ویلي، چې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې حالت نارمل او ژوند په عادي ډول روان دی.


طالبان له څو ورځو راپه دې خوا د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د ملا مهدي مجاهد له کسانو سره په جګړه کې ښکېل دي.


ملا مهدي مجاهد د طالبانو ناراضي قومندان او د بامیانو په ولایت کې د دې ډلې د استخباراتو پخوانی رييس و. 


مهدي مجاهد چې په وینا یې په حکومت کې هزارګانو ته د ډېرې برخې غوښتونکی دی، اوسمهال بلخاب کې له طالبانو سره د جګړې رهبري کوي.


ظاهراً د دې جګړې قربانیان تر ډېره بريده ملکي وګړي او د سېمې اوسېدونکي ښکاري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса