یونېسف: افغان ماشومان له بل هر وخت اوس ښوونځیو ته د تګ ډېره اړتیا لري
د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق، یونېسف وایي، په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت اوس دې ته ډېره اړتیا لري چې ښوونځيو ته لاړ شي. یونېسف پرون په یوه ټویټ کې د زده کړې لپاره د نړیوال مشارکت د مالي موسسې د مرستو په مننې سره ویلي، چې په دغو مرستو به په میدان وردګو ولایت د چټکې روزنې د یوه مرکز ملاتړ وکړي. یونېسف دغه راز ویلي، چې د ټولو ماشومانو د زده کړې د دوام لپاره د پنځلس زره ټولنیزو مرکزونو ملاتړ کوي. دا ډول مرکزونه د هغو ماشومانو لپاره چې ښوونځي ته له تلو محروم دي، په پام کې نیول شوي دي. ... Читать дальше...