Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 09.06.2022

چين غواړي د افغانستان په اړه د منځنۍ اسيا هېوادونه همغږي کړي

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د مسلو د هواري لپاره همږغي کوي. وانګ يي پرون (چهارشنبې) د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د چین او منځنۍ اسیا په غونډه کې وویل، د سیمې هېوادونه به امنیتي ستونزې حل کړي. چین او د منځنۍ اسیا څلور هېوادونه لکه قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او ترکمنستان له ۲۰۲۰ م کال راهیسې د پیکینګ په نوښت د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره د منځنۍ اسیا – چین غونډې جوړوي.

د ترکيې او روسيې بهرنيو چارو وزيرانو پر افغانستان خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (چهارشنبې) په انقره کې د افغانستان او اوکراین په اړه خبرې وکړې. له دې خبرو وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل روسي ساري سرګې لاوروف سره خپله کتنه ګټوره وبلله او ویې ویل چې روسیه له اوکراین سره د خبرو بیا پیلېدو ته لېوالتیا لري. ده ونه ویل چې د افغانستان په اړه یې له لاوروف سره دقیقاً په کومو مواردو خبرې کړي دي.

د بخښنې نړيوال سازمان د اجمل حقيقي او د هغه د همکارانو خوشې کولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې افغان یوټیوب چلوونکي اجمل حقیقي او د هغه همکاران ژر تر ژره خوشي کړي. دې سازمان پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې د دغو کسانو نیونه د بیان پر ازادۍ بربنډ برید او د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه بللې ده. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان دا کسان باید سمدستي خوشي او د هغو خلکو چې غواړي نظر څرګند کړي، نظرونه سانسور نه‌کړي. په اعلامیه کې د بخښنې د نړیوال سازمان د اسیا د برخې د غړې سمیرا حمیدي په قول ویل شوي، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له خلکو سره زور زیاتی کړی، ځورولي او ربړولي دي. Читать дальше...

روم کې د خوراکي موادو او کرنې کنفرانس؛ د روسيې پر وړاندې غبرګونونه وښودل شول

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا د باندنیو چارو وزیر لویجي دي مایو پرون (چهارشنبې – د جون ۸ مه) په روم کې د ملګروملتو د خوړو او کرنې د پروګرام کنفرانس ته وویل، د روسيې لخوا د غنمو د صادراتو بندول د نړۍ د ميليونونه ښځو، ماشومانو او نارينو يرغمل کول دي. نوموړي وويل: "غواړم په زغرده ووایم چې موږ له روسیې د یوې نښې تمه لرو ځکه چې د غنمو د صادراتو بندول د میلیونونو ماشومانو، ښځو او نارینه وو د یرغمل کولو او په مرګ محکومولو معنا لري. ایټالیا به د حللارو د موندلو او د غذايي امنیت د تضمینولو په لومړۍ کرښه کې وي." د ملګروملتو... Читать дальше...

د برېتانيا د اپوزيسيون يو مشر د بشري بحران د ارزونې په موخه کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د اپوزیسیون یو مشر ډوید لمې پرون کابل ته لاړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د پراخوالي وضعیت له نژدې وویني. ډیوید لمې، چې د اپوزیسیون له لورې د بهرنیو چارو متبادل وزیر دی، لومړنی بریتانیايي سیاستوال دی چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي. له ده سره په دې سفر کې د اپوزیسیون د نړیوالې پراختیا متبادل وزیر پریټ ګیل ملګری دی. وروسته له دې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو یوې کمېټې له افغانستانه د بریتانیايي ځواکونو د وتلو په اړه د باندنیو چارو وزارت... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ایکزامینر: د امریکا د متحدو ایالتونو واشنګټن ایکزامینر خپرونې پرون د سیګار پر تازه راپور تبصره کړې، چې له مخې یې ویل شوي، پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، په تېره اګست میاشت کې له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره شا و خوا ۱۷۰ ملیون امریکايي ډالره نه دي وړي، هغه موضوع چې په هغو لومړیو کې یې ادعا شوې وه. د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، کله چې طالبان کابل ته ننوتل، ښاغلي غني، لومړۍ مېرمن او نور چارواکي چې له جمهوریت... Читать дальше...

ايران ته وړل شوې وسلې او وسايط بېرته طالبانو ته وسپارل شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، ایران د افغانستان د پخواني حکومت هغه وسلې او وسایط، چې د تېر کال په اګست کې ایران ته وړل شوې وې، دوی ته وسپارلې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي په یوې خبرپاڼه کې ویلي دا وسلې د دوو هېوادونو ترمنځ له تماسونو وروسته افغانستان ته سپارل شوي دي. په هغو وسلو کې چې ایران د طالبانو حکومت ته سپارلي هاموې ټانکونه، زغرګاډي، پوځي وسایط، او نورې وسلې او نقلیه وسایط شامل دي. د طالبانو د بهرنیو چا رو وزارت د ایران دا اقدام د... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ига Свёнтек

«Ну и кто сказал, что женский теннис — это скучно?» Свёнтек — после матча с Соболенко






Галина Янко: главные традиции и приметы Пасхи

Открытие ХХIII Московского Пасхального фестиваля: Воскресение и Музыкальное Созвучие

Панда Катюша из Московского зоопарка прогулялась по уличному вольеру

Москва не сразу устроилась // Столичная оппозиция продолжает поиск кандидатов на выборы в Мосгордуму