د طالبانو حکومت: ټول هوايي ډګرونه فعاله او الوتنې ترې کېږي
د طالبانو حکومت د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې د الوتنو د پیل خبر ورکوي او وايي افغانان او بهرني وګړي کولای شي بهر ته او افغانستان ته تګ راتګ وکړي. د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې بهرني هوايي شرکتونه هم افغانستان ته الوتنې لري. د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان ټول نړیوال او کورني هوايي ډګرونه فعال دي. دا وزارت وايي، اوس مهال د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان، ازبکستان، ایران، ترکیې او روسیې ته الوتنې کېږي. Читать дальше...