پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلې واکمنۍ نن لس مياشتې پوره شوې
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبان کابل ته ننوتل او جمهوري نظام سقوط شو. په تېرو لسو میاشتو کې افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ شول، د نجونو لیسې او ښوونځي بند شول، پر ښځو محدودیتونه ولګېدل، طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن شول او د ټولشموله حکومت غوښتنې ترې وشوې. د طالبانو سرپرست حکومت وايي، جګړه او اداري فساد پای ته رسېدلي او نورو ستونزو ته به د وخت په تېرېدو سره حل لارې وموندل شي.