انډيا ټوډې: له کابله د ټپي شویو او زیانګالو سېکانو د ایستلو غوښتنه شوې
په کابل کې د سېکانو په یوه عبادتځای/ګردوارې د شنبې ورځې خونړي برید د ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو پام ور اړولی دی. ګارډین: ګارډین لیکلي وسله والو په کابل کې د سېکانو عبادتځای تر برید لاندې ونیوه او یو شمېر خلکو ته یې مرګژوبله واړوله. د ورځپاڼې په لیکنه که څه هم د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د بمي چاودنو شمېر راټيټ شوی خو وروستیو میاشتو کې مرګوني بریدونه ډېر شوي. د کارته پروان په ګردوارې باندې برید سره یو سېک او یو د طالبانو عسکر وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي خو ګارډین د... Читать дальше...