د تېر حکومت په دولتي ادارو کې کارکوونکې مېرمنې له بېوزلۍ او بېکارۍ کړېږي
يو شمېر مېرمنې چې د تېر حکومت پر مهال په دولتي ادارو کې کارکوونکې وې وايي، چې طالبانو له دندو لرې کړې دي، یا یې هم هغه ادارې لغوه اعلان کړي دي په کومو کې چې دوی مخکې کار کاوه. دا میرمنې له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې یو ځل دې بیا ورته د کار زمینه برابره کړي. صدف هغه مېرمن ده چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو څخه مخکې یې، په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه. صدف زیاتوي، طالبانو له دې او نورو ډېرو مېرمنو څخه د کار حق اخیستی، که څه هم نوموړې نهغواړي چې د خپلې ادارې نوم واخلي، خو... Читать дальше...