د هند د سېکانو مذهبي مشر: په کابل کې د سېکانو ګوردواره بیارغوم
د هند د سېکانو مذهبي مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي چې په کابل کې د سېکانو هغه ګوردواره ترمیم کړي چې تېره اوونۍ په یوه برید کې زیانمنه شوه. ده د هند له حکومته وغوښتل، چې کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکانات وسنجوي. د کابل په کارته پروان کې د تېرې اوونۍ د شنبې د ورځې برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست. بالجیت سېنګ ویلي، که حکومت کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکان برابر کړي حاضر دي چې د کارته پروان ګوردواره بیاورغوي.