Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 28.06.2022

اوچا له افغان زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کونکې ادارې یا اوچا د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. اوچا په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه پیسې له هغو ۳۶۲ زره کسانو سره د مرستې لپاره غواړي، چې په افغانستان کې د وروستۍ مرګونې زلزلې په ځپل شویو سیمو کې اوسي او زیانګالي دي. اوچا په یوه بل ټویټ کې د زلزله ځپلو سیمو د رغولو له چارو سره د استرالیا د حکومت د یو میلیون ډالرو مرستې خبر هم ورکړی او ویلي یې دي، چې پر دې سربېره استرالیا د ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره د ۱۴۰ میلیون ډالرو مرسته کړې ده.

ملګري ملتونه روانه اوونۍ د افغان ښځو په اړه بېړنۍ غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ په یوه بېړنۍ غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي. د افغان ښځو او نجونو په اړه دا ځانګړې غونډه د دې شورا د پنځوسمې غونډې په ترڅ کې جوړېږي. د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چې څو ورځې مخکې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنرې میشل باچلي سره د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کړې وې، پرون یو ځل بیا د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو د یوه کلک او اصولي دریځ د دوام غوښتنه وکړه. Читать дальше...

روسي ځواکونو د اوکراین د خرڅلاو پر یوه مرکز برید کې ۱۵ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په مرکزي ښار کریمینچوک کې د خرڅلاو پر یوه ګڼه ګوڼي مرکز د روسیې د یوه توغندویي برید په نتیجه کې لږترلږه پنځلس تنه وژل شوي او شاوخوا پنځوس تنه نور ټپیان شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او نورو چارواکو سمدستي دغه برید وغانده. د پېښې له ځایه په یوه اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري چې د خرڅلاو د دغه مرکز له ودانۍ څخه چې اور یې اخیستی، تور لوګي پورته کېږي. د کریمینچوک والي دیمیترو لونین ویلي، چې په دغه برید کې لږترلږه لس کسان وژل شوي دي. د اوکراین ولسمشر، ویلي دا حمله پر هغو خلکو... Читать дальше...

په ایران کې متقاعدینو بیا لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

داسي ښکاري، چې په ایران کې د دولتي ادارو متقاعدین د خپلو غوښتنو لپاره له اعتراضونو لاس نه اخلي. په ایران کې متقاعدین د هغه څه لپاره چې دوی یې د حکومت له خوا د ژوند د شرایطو د خرابېدو پر وړاندې اجرااتو کې ناکامي بولي، اعتراضونو ته دوام ورکوي. په هغو ویډیوګانو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ښکاري، چې پرون دوشنبې هم یو شمېر متقاعدین د ایران په لږترلږه څلورو ښارونو، اهواز، کرمانشاه، اراک او رشت کې واټونو ته راوتلي وو او د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول. متقاعدینو په... Читать дальше...

اوچا: په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې لویه برخه قربانیان ماشومان دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د وروستۍ مرګونې زلزلې یوه لویه برخه قربانیان ماشومان دي، چې ملګرو ملتونو یې د مړو شویو او ټپیانو شمېر شاوخوا څلور سوه تنه ښودلی دی. ملګري ملتونه په افغانستان کې په وروستۍ مرګونې زلزله کې د په سلګونو لویانو ترڅنګ د لږترلږه ۱۵۵ ماشومانو د مړه کېدو او د دونیم سوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې، اوچا ویلي د ریښتر په کچه د ۶،۱ درجې دغې زلزلې چې د تېرې چهارشنبې د ورځې سهار وختي د پکتیکا او خوست ولایتونو غرنۍ سیمې ولړزولې، په سلګونو کورونه یې... Читать дальше...

امریکا: د افغانانو د حقونو خونديتوب لپاره باید نړۍ یو پیاوړی دریځ وساتي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ښځو په ګډون د دې هېواد د ټولو وګړو د حقونو د خوندي کېدو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې له یو شمېر نورو نړیوالو شریکانو سره یې په دې اړه چې نړیوالو ټولنه باید په دې برخه کې یو پیاوړی دریځ وساتي، خبرې کړي دي. د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سفیر په ګډون یې د افغانستان د چارو له یو شمېر نورو نړیوالو شریکانو سره په دوحه کې... Читать дальше...

یوه اسراییلۍ خیریه ټولنه له افغان زلزله ځپلو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز: نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اوونۍ د زلزلې په اړه یو مطلب خپور کړی. ورځپاڼې د پکتیکا له ګیانې ولسوالۍ څخه د خپل راپور په عنوان کې د یوه مصیبت ځپلي دا وینا رااخیستې ده چې وايي، موږ هېڅ نه لرو. په راپور کې د ګیانې د اوسېدونکو کیسې راغلي، چې یوه د ۲۷ کلن عبدالقدیر کیسه ده. ورځپاڼه لیکي، نوموړي سهار لمانځه مهال د خپل ویجاړ کور کنډوالې ته سر ورښکاره کړ څو د لرګیو او خاورو له منځه د اوړو بوجۍ راوباسي. ورځپاڼه لیکي، له نږدې یوکال... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"






В I квартале 2024 года доходы Богородского округа превысили 1,4 млрд рублей

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

III Московский джазовый фестиваль станет одним из самых масштабных и значимых музыкальных событий года

В апреле было теплее нормы почти на 4 градуса