Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د پېښور نانوایانو د ګرانۍ ضد احتجاج کړی دی

0
په پېښور کې نانوایانو د یوه احتجاجي لاریون له لارې له حکومته غوښتي چې یا دې اوړه ارزان کړي او یا دې دوی ته د ډوډۍ د بیې لوړولو اجازه ورکړي. دوی د جون پر اتمه د احتجاج پر مهال وویل چې د ګرانۍ له وجې له تاوان سره مخامخ دي. حکومت د نانوایانو د غوښتنو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د هغوی په احتجاج د ډوډۍ د بیو لوړولو اجازه ورکړې وه. پاکستان له تېرو درو کلونو راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د مې له اخري اوونۍ راهیسې حکومت دوه ځلې د تېلو بیې لوړې کړې دي چې له وجې یې د نورو شیانو بیې هم لوړې شوې دي. حکومت وايي، د اقتصاد سمولو لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی دی او د بې وزله کورنیو مالي ملاتړ هم کوي. ویډیويي رپورټ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса