Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د ملاکنډ د ځنګلونو اور لا هم نه دی وژل شوی

0
د خیبر پښتونخوا د ځنګلاتو ادارې په یوه رپورټ کې ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د صوبې په یوشمېر ځنګلونو کې د اور لګېدو تر ۲۰۰ زیاتې پېښې وشوې چې پکې لسګونه یې خلکو بل کړي ول او ځینې یې د وچکالۍ او سختې ګرمۍ له کبله لګېدلي. اداره وايي، حکومت د یوشمېر خلکو ضد مقدمې دایرې کړې دي او ځینې یې نیولي هم دي. اخوا د ملاکنډ ډېوېژن د سوات، بونېر او دیر په ګډون په یوشمېر ځنګلونو کې لا هم اور بل دی. د سیمې خلک وايي، ځنګلونو ته اوښتی تاوان ښايي په ۳۰ کلونو کې هم پوره نه شي. دوی وايي، ځايي خلک خپله لګیا دي او د اور وژلو هڅې کوي. خو انتظامیه وايي، یوشمېر حکومتي ادارې د اور وژنې هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса