Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

اوکراين له روسيې سره ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې

0
اوکراین وروسته له هغې له سوریې سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړې چې دمشق د اوکراین ختیځې سیمې لوهانسک او دونیڅک د خپلواکو سیمو په توګه وپېژندلې.


دغه اعلان پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمر زلنسکي په یوه ویډیویي پېغام کې چې په تلګرام چینل کې ایښول شوې، وکړ.


دونیڅک او لوهانسک چې ورته دونباس سیمه ویل کېږي، پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې په وروستیو کې د سختې جګړې په ډګر بدلې شوي دي.


د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې د سوریې ولسمشر بشارلاسد چې د روسیې نژدې متحد دی او په کورنۍ جګړه کې یې د روسیې له پوځي ملاتړه ګټه پورته کړې، له روسیې وروسته لومړنی دولت دی چې دغه دواړه بېلتون غوښتونکې سیمې په رسمیت پېژني.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса