طالبانو پر بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې پر اساس، د کور، ځمکې او موټر په شمول هر ډول تجارتي معامله په بهرنیو پیسو منع ده.
دې وزارت همدا راز ویلي چې د کابینې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره یې د پولیسو قوماندانو ته امر کړی چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د دې امر سرغړوونکو ته به له قانون سره سم سزا ورکړل شي.
د طالبانو د حکومت څه باندې لس میاشتې وځي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دوی کوم قوانین عملي کوي.
