Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

د طالبانو پلاوی له امريکا سره د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو خبرې کوي

0
په پام کې ده چې نن د قطرپه پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتو چارواکي سره وګوري او په افغانستان کې له وروستۍ مرګونې زلزلې وروسته به د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پر مسلې بحث وکړي.


واشنګټن غواړي داسې یو مېکانیزم رامنځ‌ته شي چې پر اساس یې ازادیدونکې پیسې د افغانستان له خلکو سره پر مرستو ولګیږي.


د فرانس پرس آژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ ویلي چې پردې مسلې ډېر ژر غورکوي خو د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یوه غړي ویلي چې نهایي موافقې ته رسېدل به یوڅه وخت ونیسي.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د ماليې او د افغانستان بانک چارواکي شامل دي، له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره پرون دوحې ته ورسېد.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویست به په دغو خبرو کې برخه واخلي او د بشري حقونو او د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانستل کیدو په ګډون به پرمختلفو مسلو بحث او خبرې وکړي.


د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ احمد ضيا تکل ویلي چې له طالبانو سره هرډول ښکېلتیا د طالبانو یا یې حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنا نه‌ده بلکې د افغاستان ریښتینی وضعیت دا اړتیا رامنځ‌ته کوي چې موږ د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره له طالبانو سره دا ډول بحثونه مخ ته یوسي.




د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، حکومت یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.


له هغه مهال راهیسې واشنګټن د افغانستان شاوخوا اوه ملیارډ ډالره شتمني ګرځولې او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومت سره پرمخامخ مالي مرستو لاس نیولی دی.


په دې منځ کې د افغانستان شاوخوا څلوېښت ميلیون وګړي چې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌لري، له خورا زیاتو کړاوونو سره مخ دي.


د افغانستان بانک د عالي شورا یوه غړي شامحمد محرابي ویلي چې خبرې اترې روانې دي او دوی تمه کوي چې د بحثونو په نتیجه کې به یوې نهايي موافقې ته ورسېږي.


نوموړي فرانس پرس ته وویل، په دې اړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني په څه ډول د افغانستان مرکزي بانک ته ولېږدول شي، تراوسه د پیسو د لېږد د یوه مېکانېزم جزیات نه‌دي نهایي شوي.


هغه زیاته کړه چې دا کار په یوه شپه کې ناممکن دی چې وشي بلکې یو څه وخت نیسي.


د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر څو ورځې مخکې ویلي وچې هڅې تیزې شوي چې د کنګل شوې شتمنۍ پیسې ولېږدول شي.


هغې ویلي و چې دوی پر دې جدي کار کوي ترڅو یو شمېر پېچلې مسلې حل کړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې د دغو پیسو ګټه د افغانستان خلکو ته ورسېږي نه طالبانو ته.




د فرانس پرس د راپور له مخې خبره د امریکا د حکومت له خوا د کنګل شوې شتمنۍ د نیمایي برخې یعنې درې نیم ملیارډ ډالره ده.


نوره درې نیم ملیارډه ډالره شتمني د امریکا حکومت د سپټمبر د یولسمې د حملو د قربانیانو د حقوقي دعواوو لپاره ګرځولې ده چې د بشري حقونو د مدافعې ډلو په ګډون د مختلفو لورو انتقادونه یې راپارولي دي.


ښاغلي محرابي چې د امریکا د پلازمېنې واشنګټن د مونتګومیري په کالج کې د اقتصاد استاد دی، غوښتنه کړې چې امریکا دې دغې پیسې ژر تر ژره د افغانستان مرکزي بانک ته انتقال کړي.


هغه وړاندیز کړی چې امریکا دې هره میاشت څارل شوې، محدود شاوخوا یو نیم سل ميلیون ډالره ازاد کړي چې ورڅخه د وارداتو لپاره کار واخیستل شي.




د هغه په خبره دا به د نرخونو له ثبات سره مرسته وکړي چې ورسره به د عادي افغانانو د اړتیاوو له پوره کولو سره هم مرسته وشي چې وکولای شي د ځان لپاره ډوډۍ، غوړي، بوره او د سوند مواد واخلي.


د نوموړي په خبره دا به د هغو کورنیو بدمرغي راکمه کړي چې لوړ انفلاسیون یې هم کړاوونه زیات کړي دي.


ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیمايي وګړي د خوړو له خورا کمښت سره مخامخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса